سوریې له یوې اماراتي کمپنۍ سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو تړون لاسلیک کړی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۲

د سوریې د ځمکنیو او سمندري بندرونو عمومي ادارې د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له «ډي پي ورلډ» کمپنۍ سره د سوریې د بندرونو زیربنا او لوژستیکي خدماتو د پیاوړتیا لپاره د ۸۰۰ مېلیون ډالرو تړون لاسلیک کړ.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی، چې دا تړون د می په میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوی.

«ډي پي ورلډ» ددغه تړون له مخې، چې د متحده عربي اماراتو د پانګونې شرکت دوبۍ ورلډ فرعي شرکت دی، د سوریې د مدیترانې په ساحلي تارتوس سیمه کې د څو موخو لپاره د ټرمینل په پراختیا او د صنعتي او ازادې سوداګرۍ زونونو په جوړولو کې همکاري کوي.

د لاسلیک مراسمو کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم ګډون کړی و.

تېره میاشت، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې پر سوریه یې د امریکا بندیزونه پای ته ورسول.

د امریکا د بندیزونو لرې کول به په سوریه کې د بشري سازمانونو د پراخې ښکېلتیا لپاره لاره هواره کړي.

نور خبرونه

رادیو