د شانګهای همکارۍ سازمان سکرتریت وایي، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا به روانه اوونۍ د سې شنبې په ورځ په چین کې غونډه وکړي.
د «ار ای اې نووستي» خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان سکرتریت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه به د جولای په ۱۵مه نېټه د چین په تیانجین ښار کې ترسره شي.
په اعلامیه کې راغلي، ټولې خواوې به د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې غونډې لپاره د چمتووالي او همدارنګه د سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ په اړه بحث وکړي.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د یاد وزارت وزیر محمد اسحاق ډار به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د سکرتریت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا غونډه به د نړۍوالو اړیکو، امنیت او سیمه ییزې همکارۍ په څېر مهمو مسلو تمرکز وکړي.
د ایراني رسنۍ اېراف په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او چین ته به سفر وکړي.
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې په غونډه کې د ګډون چمتوالی نیسي، چې دا لا روښانه نه ده چې ایا طالبان هم دې غونډې ته بلل شوي او که نه.
روسیه، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، هند، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او بېلاروس هېوادونه د دې سازمان غړي دي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان هم تر دې وړاندې د دې سازمان څارونکی غړی و، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، دې ډلې تر اوسه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې ګډون نه دی کړی.