د کانګو په ختیځ کې چارواکو رسنیو ته ویلي چې برید د ایرومو په سیمه کې د داعش ډلې سره اړیکې لرونکو وسله والو بېلابېلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ ولسي وګړي وژلي.
برید د لامل په اړه ویل شوي چې وسله والو دغه بریدونه د کانګو او یوګانډا د ګډو پوځي عملیاتو وروسته کړی دی.
د اې ډي اف وسله وال ډله چې له داعش سره اړیکې لري په کانګو کې وخت ناوخت بریدونه کوي او تر ډېره پهکې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.