د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په نژدې څلورو کالونو کې شاوخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

۱۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې په تېرو نږدې څلورو کالونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.

شرافت زمان امیرخیل زیاتوي، چې دا روغتیايي مرکزونه په هغو سیمو کې جوړ شوي دی، چې پخوا په کې هېڅ روغتیايي مرکزونه نه و.

شرافت زمان امرخیل د ۴۰۰ جوړ شوي روغتیايي مرکزونو د جوړېدو ځایونو او د لکښتونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

نوموړی همدراز زیاتوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې په نورو سیمو کې هم تشخصي معیاري روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند په داسې حال کې دا ادعا کوي، چې هېوادوال د روغتیايي مرکزونو له کمزوري خدماتو څخه شکایت لري.

نور خبرونه

رادیو