لاوروف د شمالي کوریا له مشر سره د لېدنې پرمهال د دواړو هېوادونو اړیکې نه ماتېدونکې بللي

۵ ساعتونه مخکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د لېدنې پرمهال د دواړو هېوادونو اړیکې «یوه نه ماتېدونکې ورورولي» بللې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې په وځ د شمالي کوریا له مشر سره لېدلې، دا لېدنه د هغه ستراتیژیکو خبرو دوام دی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر کال د پیونګ یانګ سفر پرمهال پیل کړې وې.

لاوروف د پوتین له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو تماسونو د زیاتوالي پیغام هم شمالي کوریا ته سپارلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې لېدنې پرمهال له شمالي کوریا څخه د روسیې په ملاتړ اوکراین ته د کوریايي ځواکونو له لېږلو څخه مننه کړې ده.

لاوروف ویلي: «موږ د اوکراین د شخړې په اړه خپل نظرونه تبادله کړل. زموږ کوریايي ملګرو د روسیې د پوځي عملیاتو له ټولو اهدافو ملاتړ څرګند کړ او د روسیې د مشرتابه او وسله‌والو ځواکونو له کړنو سره یې بشپړه موافقه وښوده.»

پر همدغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو سره د لېدني په ترڅ کې کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ستراتیژیک مشارکت تر حد او متقابل دفاعي تړون ته رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو