فرانسوي جنرال: روسیه په اروپا کې زموږ اصلي دښمن ده

۱۰ ساعتونه مخکې

د فرانسې د پوځ مشر جنرال تیري بورکارد د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې روسیه د فرانسې "په اروپا کې اصلي دښمن" ګڼل کېږي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایلیزه ماڼۍ له لوري د نړیوالو ګواښونو د زیاتوالي یادونه شوې ده.

جنرال بورکارد وویل، دا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین و، چې فرانسه یې د خپلو ستراتیژیکو سیالانو له ډلې وبلله. نوموړي وویل: "دا خو پوتین و چې دا خبره یې وکړه"، بورکارد زیاته کړه چې دا دریځ د اوکراین د ملاتړ له امله اخستل شوی دی.

که څه هم د فرانسې خاورې ته د مستقیم برید کوم خطر نه لیدل کېږي، خو د فرانسوي پوځ مشر خبرداری ورکړ چې پوتین "ډېری نورې لارې" لري چې کولی شي هایبریډ جګړه (مخابراتي او غیرمستقیمه جګړه) پر مخ یوسي.

جنرال بورکارد وویل چې روسیه په فضا کې هم د فرانسوي سټلایټونو پر ضد اقدام کوي. هغه زیاته کړه:"د روسیې سټلایټونه زموږ د سټلایټونو پر مسیرونو اغېز کوي، نږدې کېږي، خنډونه جوړوي او جاسوسي کوي."

نوموړي ټینګار وکړ چې فرانسه باید اوس په بېلابېلو برخو کې خپل دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي، څو له دا ډول پرمختللو ګواښونو سره مقابله وکړای شي.

نور خبرونه

رادیو