د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د اروپايي ټولنې پر توکو د ۳۰ سلنې تعرفې لګولو مهال وېش ته په غبرګون کې د اروپايي ټولنې مشرې ویلي، چې د تعرفو لوړول دواړو خواوو ته زیان سوي.
د روپايي ټولنې مشرې اورزولا فن دېر لاین وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د تعرفو د لوړولو نوي مهال وېش په اړه یې لیک ترلاسه کړی او اروپايي اتحادیه دا موضوع په جدي توګه ارزوي.
دېر لاین زیاته کړه:« د اروپايي ټولنې پر صادراتو ۳۰ سلنه تعرفې لګول به د اتلانتیک دواړو غاړو ته د مهمو عرضې زنځیرونو ګډوډېو لامل شي، چې دا به نه یوازې شرکتونو ته، بلکې عامو مصرفوونکو او ناروغانو ته هم زیان ورسوي.»
مېرمن دېر لاین ویلي، چې اروپايي ټولنه چمتو ده، چې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره لازم ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اروپايي ټولنې توکي به د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه د امریکا ۳۰ سلنه تعرفې سره مخ شي.