ایران: له نړۍوالې اټومي ادارې سره به همکاري نوې بڼه غوره کړي

۱۴ ساعتونه مخکې

ایران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له د اټومي انرژۍ له نړۍوال ادارې (IAEA) سره یې همکاري نه ده درېدلې، خو دا به "نوې بڼه غوره کړي"، او ترڅنګ یې د خپل اټومي پروګرام په اړه د اندېښنو د حل لپاره له ډېپلوماټیکو لارو چارو ملاتړ وکړ.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ د اپرېل په میاشت کې ۱۲ ورځنۍ جګړه وشوه، چې په ترڅ کې یې اسراییلي هوايي بریدونو پوځي، اټومي او ملکي سیمې په نښه کړې. دغه شخړه د تهران او د نړۍوالې اټومي ادارې ترمنځ ګډوډې اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.

بریدونه څو ورځې مخکې له هغې پیل شول، چې ټاکل شوې وه ایران او امریکا د اټومي خبرو د بیا پيل لپاره مخامخ غونډه وکړي، خو له هغه وروسته خبرې وځنډېدې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، ایران د اټومي انرژۍ له نړۍوال ادارې سره همکاري بشپړه نه ده بنده کړې، خو له جولای میاشتې راهیسې چې رسما همکاري ختمه اعلان شوې، اوس به دا بهیر د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر څار لاندې، "مورد په مورد" ارزول کېږي.

ایران پر دغه ادارې نیوکه کړې چې د جون میاشتې پر مهال د اسراییل له خوا پر اټومي تاسیساتو د بریدونو مسوولیت باید له ځان وا نه ړوي. اسراییل دعوی کړې چې دا بریدونه یې د ایران د احتمالي اټومي وسلې د جوړېدو د مخنیوي لپاره کړي، خو تهران دا تورونه کلک رد کړي دي.

د جون پر ۲۲مه نېټه د امریکا هوايي ځواک هم د اسراییل ترڅنګ د ایران پر اټومي مرکزونو (فردو، اصفهان او نطنز) بریدونه وکړل.

نور خبرونه

رادیو