د برېښنايي موټرو مشهور شرکت ټسلا اعلان کړی، چې راتلونکې اونۍ به د هندوستان په ممبۍ ښار کې خپل لومړنی پلورنځی پرانېزي او له دې سره به په یاد هېواد کې د پلور چارې پیل کړي. د پرانېستل کېدو لپاره نېټه (د جولای ۱۵مه) ښوول شوې ده.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ټسلا مشر اېلان ماسک په ممبۍ ښار کې د یوې ځمکې قرارداد لاسلیک کړی او ژر به هلته خپل پلورنځی پرانېزي. په دغه هېواد کې ټسلا شرکت د خپلو کارکوونکو د ګومارلو لړۍ هم چټکه کړې او تر ممبۍ هاخوا یې په نوي ډیلي کې هم د پلورنځي لپاره د ځای لټون کړی دی.