د ټرمپ ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

پرون

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکي د یوه اېمېل له لارې له دندو ګوښه کړل.

دغه ناڅاپی اقدام د بشري ځواک د کمولو یوه برخه ښودل شوې، خو د اداري اصولو، انساني حقونو او سیاسي موخو له اړخه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ۱۳۵۳کارکوونکو چې د یوه رسمي اېمېل له لارې له دندو د ګوښه کېدو خبر ترلاسه کړی، له ډلې یې۱۱۰۷ تنه غېرنظامي اداري کارکوونکي او ۲۴۶ تنه رسمي ډیپلوماتان دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا کار د وزارت د بشري منابعو د کمښت د پراخ پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د لګښتونو کنټرول، د «غېرضروري پوستونو» له منځه وړل او د «موثر تشکیلاتي جوړښت» رامنځته کول بلل شوي.

دغه پرېکړې نه یوازې کارکوونکي حیران کړي، بلکې د سیاسي، حقوقي او ټولنیزو کړیو له خوا یې پراخ انتقادونه هم پارولي دي.

په یاد اېمېل کې چې کارکوونکو ته استول شوی، د هغوی د دندې لغوه کېدل اعلان شوي او له هغوی څخه غوښتنه شوې، چې د هماغې ورځې تر پایه خپل وسایل، لپټاپونه او امنیتي اسناد تسلیم کړي.

ویل کېږي، چې د دې اېمېل ژبه رسمي او لنډه وه او هېڅ ډول وضاحت، مشوره یا بدلون موده پکې نه وه یاده شوې.

د راپور له مخې، دا ګوښه کول به د وزارت دننه شاوخوا ۱۵تر ۱۸ سلنه بشري ځواک اغېزمن کړي، چې اکثریت یې د امریکا دننه په دفترونو کې فعال وو.

نور خبرونه

رادیو