امریکایي استازي د ایران پر اټومي تاسیساتو برید کوونکو سرتېرو ته د مډال د ورکړې ملاتړ کړی

پرون

د امریکا د کانګرس جمهوري‌ غوښتونکي غړي مایک سیمپسون د هغې طرحې د ملاتړ اعلان کړی، چې له مخې به یې هغو امریکایي سرتېرو ته ځانګړي مډالونه ورکړل شي، چې د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد برید کې یې برخه اخیستې وه.

دا طرحه چې پخوا د بل جمهوري‌ غوښتونکي استازي ټوني ګونزالس له خوا وړاندې شوې، موخه یې دا ده چې هغو پوځیانو ته دولتي مډالونه ورکړل شي، چې د ایران پر اټومي مرکزونو د برید پر مهال برخه وال وو، یا له ورته عملیاتو سره تړاو لري.

مایک سیمپسون د دې طرحې په ملاتړ کې ویلي: «هغه امریکايي قهرمانان چې په دې تاریخي عملیاتو کې یې برخه اخیستې، زموږ د ژور درناوي وړ دي. نړۍ نن د دوی د مېړانې له کبله یو خوندي ځای دی.»

د سیمپسون دا څرګندونې په داسې مهال مخې ته راځي، چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا، په تېره بیا د ایران د اټومي پروګرام له امله له کلونو راهیسې د نړۍوالې ټولنې د اندېښنو لامل شوې ده.

د طرحې جزییات لا هم رسما نه دي خپاره شوي، خو راپورونه ښيي چې دا مډال به د هغو سرتېرو لپاره ځانګړي شي، چې د استخباراتي، تخنیکي یا نظامي مشارکت له لارې د برید برخه وو.

نور خبرونه

رادیو