د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې ویلي، بېجېنګ هیله مند دی چې امریکا له چین سره منطقي او عملي چلند ولري او همداراز د چین په تړاو د سوله ییز ګډ ژوند او دوه اړخيزو ګټو پر بنسټ خپلې پاليسۍ تنظیم کړي.
وانګ یي په کوالالمپور کې د امنیت په اړه د اسیا د سیمه ییز فورم په څنډه کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې ویلي چې امریکا له چین سره باید په مساوي او متقابلو ګټو ولاړ تعامل ولري او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په موخه د نوې دورې د پیل لپاره مناسبه لاره ومومي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواو دغه غونډه مثبته، عملي او رغنده بللې او همداراز یې سلا کړې چې د ډېپلوماټيکو چینلونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې اړیکې لاپسې پراخې شي او اختلافونه په اغېزناکه توګه مدیریت کړي.