د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلګونو کارمندانو د دندو ختمولو پرېکړه کړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۰

د امریکا د بهرنویو چارو وزارت ویلي،‌ ډېر ژر به خپل هغو کارمندانو ته خبر ورکړي، چې د ادارې د نوې تګلارې له مخې له دندو ګوښه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري سرچینو مدیریت مرستیال مایل ریګاس تېره ورځ ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت خپل ۱۵ سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.

ریګاس زیاته کړې:«وزارت به ډېر ژر هغو کسانو سره اړیکه ونیسي، چې د دندې کمولو له پروسې اغېزمن شوي. له خبرتیاوو وروسته به وزارت د بیا تنظیمېدو وروستي پړاو ته داخل شي او پر پایله محوره دیپلوماسۍ به تمرکز وکړي.»

رویټرز ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د ټرمپ د ادارې له خوا د فدرالي اصلاح او دندو کمولو د پلان یوه برخه ده.

په دغه بدلون کې چې ښايي سلګونه دندې ختمې شي، د بهرنیو چارو وزارت تجربه لرونکي کسان هم شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو له دندو ګوښه کېدو لپاره د امریکا سترې محکمې قانوني اجازه ورکړې ده او ښايي دا اقدام نن ورځ پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۱۵۰۰ ډېر کارکوونکي په داسې حال کې له دندو ګوښه کېږي، چې ولسمشر ټرمپ په فبرورۍ کې په یوه اجرایي فرمان کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته امر کړی و، څو د وزارت جوړښت ته بدلون ورکړي او هغه مامورین له دندو لرې کړي چې له هغه سره وفادار نه دي.

نور خبرونه

رادیو