ملګري ملتونه: د غزې یو پر درېیمه برخه وګړي له خوړو پرته ورځې تېروي

۱۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو اېف پي» خبرداری ورکړی، چې د غزې د لوږې ناورین بې‌ساري کچې ته رسېدلی، د مرستو رسول نږدې درېدلی او له هر درېیو کسانو یو یې څو ورځې له خوړو پرته تېروي.

دغې ادارې همداراز ویلي، چې د فلسطین په غزه کې د لوږې وضعیت «بې‌مخېنې» شوی او د نړۍوالو ادارو د مرستو رسول له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

په ورته وخت کې د اسراییل له لوري د مرستو پر ترلاسه کوونکو هم بریدونه همداراز روان دي، چې یوازې د جمعې په ورځ ۴۵ تنه وژل شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال کارل اسکاو چې تازه یې خپل څلورم سفر غزې ته پای ته رسولی، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «وضعیت اوس تر هر بل وخت بدتره دی، هېڅکله مې دومره پراخې بشري اړتیاوې نه وې لیدلې، خو له بده مرغه نړۍوالو ادارو د دې اړتیاوو د پوره کولو توان له لاسه ورکړی.»

اسکاو زیاته کړه، «د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه خورا لوړه شوې او شاوخوا ۹۰زره ماشومان بېړنۍ طبي مرستې ته اړتیا لري.»

هغه وویل: «په غزه کې له هرو درېیو تنو یو یې داسې ورځې تېروي چې هېڅ خواړه نه لري. دا نه یوازې د لوږې، بلکې د انساني کرامت د له منځه‌تلو نښه ده.»

د غزې خلک د روانو پوځي عملیاتو، بندیزونو، د مرستو مخنیوي او د روغتیايي مرکزونو د ړنګېدو له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

له بلې خوا، د الجزیرې د راپور له مخې، د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان د اسراییلي بریدونو له امله وژل شوي، چې پکې ۱۱تنه هغه کسان دي چې د مرستو ترلاسه کولو په لیکو کې ولاړ وو.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازارېني اسراییل تورن کړ، چې په غزه کې «بې‌رحمانه وژونکي عملیات» ترسره کوي.

هغه وویل: «غزه اوس د ماشومانو او وږو خلکو په یوه لویه هدیره بدله شوې ده.»

نور خبرونه

رادیو