په لویدیزه غاړه کې یو اسراییلی امنیتي ساتونکی د چړې په برید کې وژل شوی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۹

د اسراییل امنیتي ادارې وايي، چې د لویدیزې غاړې ګوش عتصیون څلورلارې ته څېرمه یو ۲۲ کلن امنیتي ساتونکی د دوو فلسطینیانو د چړې په برید کې وژل شوی. بریدګرو د ساتونکي وسله اخيستې او له یوه سرتېري او یوه وسله‌وال ملکي کس سره یې نښته کړې.

اسراییلي ځواکونه وايي، دواړه بریدکوونکي هم وژل شوي.

اسراییل ټایمز د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ، چې دوه فلسطیني بریدکوونکي د غلا شوي موټر په وسیله سوداګریز مرکز ته ورغلي او د یوه پلورنځي مخې ته یې یو امنیتي ساتونکی په چړو وهلی.

وروسته بریدګرو د ساتونکي وسله اخيستې او له یو سرتېري او یوه وسله‌وال ملکي کس سره یې نښته کړې او په پایله کې دواړه بریدګر هم وژل شوي دي.

د اسرائیلي دفاعي ځواکونوله قوله، دا یو ګډ برید و چې چاقو هم پکې کارول شوی او ډزې هم شوې دي.

اسراییلي امنیتي چارواکو د بریدګرو هویت نه‌دی افشا کړی.

نور خبرونه

رادیو