د امریکا او روسیې د اړیکو رغولو هڅې؛ روبیو او لاوروف په کوالالمپور کې مخامخ خبرې کړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۹

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مالیزیا کې د اسیان وزیرانو غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره کتلي. دا دویم ځل دې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین جګړې د پراخېدو په ترڅ کې مخامخ خبرې کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ د اسیان ( د سویل ختیزې اسیا هېوادونو ټولنې) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره کتلي.

که څه هم په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مخامخ خبرو په اړه رسنیو ته جزئیات نه دي ورکول شوي، خو تر ډېره د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د رغولو هڅه بلل کیږي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې مخامخ خبرې کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د اوږدېدو له امله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناخوښه ښکاري، خو کریملین ویلي، چې د ټرمپ د نیوکو په اړه اندېښنه نه لري او هڅه کوي، چې له واشنګټن سره اړیکې بېرته سمې کړي.

نور خبرونه

رادیو