جان اڅکزی: د بلوڅ وسله والو له خوا هدفي برمته جرم نه بلکې نسلي ظلم دی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۹

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وایي، چې په بلوچستان کې د هند استخباراتي ادارې په ملاتړ فعاله وسله والې ډلې په پنجاب کې لس بې ګناه پاکستاني وګړي برمته کړي.

د نوموړي په خبره، چې د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ دا کړنې «نسلي تعصب او د مدنې ازاديو سړغړونې دي.»

جان اڅکزي د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې وسله والو د لورلایي او مسی خېل ترمنځ سیمه کې پر لویه لار د تلاشۍ پر مهال له خلکو پېژندپاڼې غوښتي او ځانګړي کسان یې له ځان سره بېولي دي.

جان اڅکزی وايي: «دا پېښه یو جدي ترهګري، نسلي تبعیض، کرکه، تعصب او سخت دريځۍ یوه خطرناکه بڼه ده.»

نوموړي زياته کړې، چې وسله والو برمته شوي کسان د یو پلان له مخي له ځان سره بیولي دي.

نوموړی د وسله والو دا ډول فعالیت د هېواد یوالي ته جدي ګواښ ګڼي او له دولت او خلکو يې غوښتي، چې د دې ظلم په وړاندې غږ پورته کړي او یو شي.

نور خبرونه

رادیو