د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتي خدماتو یوې باوري سرچینې ویلي، چې د شپږو استخباراتي مامورینو دندې د تېر کال د هغه برید له امله ځنډول شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د هغه مهال پر نوماند ډونالد ټرمپ د یوه انتخاباتي کمپاین پر مهال شوی و.
دا پېښه د پنسلوانیا ایالت د باتلر ښار په یوه غونډه کې شوې وه.
یادې سرچینې د «نیوزنیشن» شبکې ته ویلي، د تعلیق شویو مامورینو دندې له نظارتي تر اجرایي سطحو پورې وې.