د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني اعلان وکړ چې د اروپا چارواکو په روم ښار کې د اوکراین په تړاو د جوړ شوي کنفرانس پر مهال ژمنه وکړه چې د اوکراین اقتصاد د بیا رغونې لپاره به ۱۰ میلیارده یورو مرسته وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، غوښتنه وکړه چې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ دې د جګړه ځپلي هېواد د اقتصاد د رغولو لپاره وکارول شي.
د لوېدیزو هېوادونو یو شمېر مشرانو د پنجشنبې په ورځ، په روم کې د اوکراین د نړیوال ملاتړ د څلورم کنفرانس مشري وکړه.
په دې ناسته کې د ایټالیا لومړۍ وزیرې، د جرمني صدراعظم، د چک ولسمشر، د هسپانیا لومړي وزیر، د اوکراین ولسمشر، د اروپایي کمېسیون مشرې او یو شمېر نورو اروپایي چارواکو ګډون کړی و.
دا کنفرانس پر داسې مهال جوړ شوی چې روسیې پر اوکراین خپل توغندیز بریدونه زیات کړي.
د اوکراین ولسمشر په دې غونډه کې د روسیې بریدونه «بشپړه ترهګري» وبلله.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې په خپله وینا کې وویل: «زه فکر کوم هغه پایله چې موږ نن یوځای ترلاسه کړه، باید ملتونه، نړیوال سازمانونه، مالي موسسې، سیمهییز چارواکي، سوداګریز سکتور او مدني ټولنه پرې وویاړي».
د اروپایي کمېسیون مشري، د ۲،۳ میلیارد یورو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ او ویې ویل: «زموږ هدف دا دی چې ۱۰ میلیارده یورو چمتو کړو څو کورونه ورغول شي، روغتونونه بېرته پرانېستل شي، کارونه احیا شي او انرژي تامین شي».
د رپوټونو له مخې، د اروپایي هېوادونو مشرانو یو ځل بیا د اوکراین د ملاتړ ژمنه تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد د بیا رغونې لپاره به مالي سرچینې برابرې کړي.