د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مولانا خانزیب پر وژل کیدو د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د مولانا خانزیب وژنه د پښتون ملت او د پښتونخوا د امن غږ لپاره یوه ستره ضایعه ده.
هغه زیاتوي، چې د ظلم پر خلاف د مولانا خانزیب له کورنۍ، ملګرو او د عوامي نیشنل ګوند سره ولاړ دي.