ټیک ټاک د یوه داسې اپلیکېشن پر جوړولو کار کوي، چې یوازې د امریکا کاروونکو لپاره به وي او له نړۍوالې نسخې سره به جلا الګوریټم او معلومات ولري.
د راپورونو له مخې، دا اقدام د ولسمشر ټرمپ له خوا د TikTok د احتمالي پلورو لپاره زمینه برابروي.
د TikTok کارکوونکو ویلي، دوی د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه، الګوریټمونه او کاروونکي معلومات د امریکا ځانګړې نسخې ته بېل کړي دي، څو له نړۍوالې بڼې څخه بشپړ تفکیک یقیني شي.