په خېبر پښتونخوا کې په یوې ټرافيکي پېښه کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۸ ساعتونه مخکې

د خېبرپښتونخوا په کورمه کې یوې ژورې کندې ته د یوه مسافر وړونکي پېک اپ موټر د لوېدو له امله ۷ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپيان دي.

ځايي مسوولین وايي، دغه پېښه نن په ګنډال سیمه کې رامنځته شوې او په ټپیانو کې د دوو روغتیايي حالت نازک دی او د درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په بونېر کې د ورته پېښې له امله د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

په خېبرپښتونخوا کې ډېری ټرافیکي پېښې د سړکونو د خرابولي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

نور خبرونه

رادیو