کریملېن: روسیه د ټرمپ له نیوکو اندېښنه نه لري

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۸

کریملېن پر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکو ته په ځواب کې ویلي، چې مسکو په دې اړه ارام دی، کومه اندېښنه نه لري او هڅه کوي له واشنګټن سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغوي. پېسکوف وویل، ټرمپ اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه ژر نه اواریږي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ پر دې انتقادونو ډېر ارام یو."

هغه زیاته کړه: "موږ تمه لرو چې له واشنګټن سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړو او زموږ تګلاره دا ده چې له امریکا سره د خرابو شویو اړیکو د سمون هڅې وکړو."

ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین د دفاع لپاره یې د وسلو د استولو منظوري ورکړې او د مسکو پر ضد نورو بندیزونو لګولو هڅه کوي. دا څرګندونې له پوتین نه د ټرمپ نارضایتي څرګندوي.

ټرمپ ولسمشرۍ ته د نوماندي په وخت کې ویلي و چې یوه ورځ به دا جګړه پاې ته ورسوي، خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده عملي شوې او د ده د ادارې هڅې د سولې د راوستو لپاره نتیجه نه ده ورکړې.

پېسکوف وویل، ټرمپ اوس دې پایلې ته رسېدلی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ شخړه ژر نه حلېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ د ټرمپ یوه بله مهمه خبره هم واورېده، چې ویې ویل د اوکراین د جګړې هوارول تر هغه ډېر ستونزمن دي، لکه څنګه چې هغه په پیل کې فکر کاوه."

نور خبرونه

رادیو