طالبانو له بانکونو څخه د نغدو پېسو د اېستلو اندازه ډېره کړې

۳ ورځې مخکې

د طالبانو تر کڼترول لاندې د افغانستان بانک نن چهارشنبه د (چنګاښ ۱۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له انفرادي حسابونو څخه د میاشتنۍ نغدو پېسو اېستلو کچه له ۵۰۰زره افغانیو یو مېلیون افغانیو ته لوړه شوه.

دغه بانک ویلي، چې دغه اقدام یې د بانکي سکتور د ودې او د افغانانو لپاره د لاښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه کړی دی.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم له بانکونو څخه د پېسو په را اېستلو یو لړ محدودیوتونه ولګول، چې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شول.

نور خبرونه

رادیو