د پاکستان د پوځ ویاند: زموږ اټومي ځواک نه‌ماتیېدونکی او بشپړ خوندي دی

۳ ورځې مخکې

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي، چې د دغه هېواد اټومي ځواک خوندي دي او اټومي وړتیا یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې نه ماتیدونکې ده. نوموړی وايي، نړۍ تر اوسه د یو اټومي ځواک پر وړاندې نظامي تېری نه دی کړی او که داسې هڅه وشي، پایلې به یې نړۍ ونه شي زغملای.

د پاکستان د پوځ ویاند له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ددوی اټومي ظرفیت بشپړ خوندي دی او هېڅوک دا جرئت نه شي کولای، چې د پاکستان د اټومي پروګرام پر وړاندې اقدام وکړي.

چودري د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ښايي پاکستان به د سیمې راتلونکی هدف وي، ویلي:« په پوځ کې هېڅ اندېښنه نه شته. موږ له هغو هېوادونو سره ډېر توپیر لرو. نړۍ تر اوسه هېڅکله د یو اټومي ځواک پر وړاندې نظامي تېری نه دی کړی او که داسې یوه هڅه وشي، پایلې به یې نړۍ ونه شي زغملای.»

د پاکستان د پوځ ویاند له الجزیرې ټلویزیون سره د خبرو پرمهال یو ځل بیا هند تورن کړ، چې په بلوچستان کې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه:« د هند له خوا تمویل او ملاتړ شوې ترهګري یوه منظمه توطیه ده، چې غواړي پاکستان په ځانګړي توګه بلوچستان بې ثباته کړي.»

د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې څه موده وړاندې هند د کشمېر په پهلګام کې پر سیلانیانو د برېد په غبرګون کې پر پاکستان پوځي برېدونه وکړل.

له یادو برېدونو وروسته اوس دواړه هېوادونه د جګړې د ګټلو ادعا کوي او یو پر بل د ترهګرۍ د تمویلولو تورونه پورې کوي.

نور خبرونه

رادیو