برېتانیا او فرانسه چې د اروپا یوازیني اټومي ځواکونه دي، د لومړي ځل لپاره ژمنه کړې چې د خپلو اټومي وسلو د کارونې پالیسي به همغږي کوي او د اروپا د امنیت پر وړاندې د هر ستر ګواښ په صورت کې به ګډ غبرګون ښيي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا تاریخي هوکړه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د وروستۍ لیدنې پر مهال اعلان شوه، چې موخه یې د اروپایي امنیت ګډ دریځ پیاوړی کول او د ستراتیژیکو ګواښونو پر وړاندې یو موټی غبرګون ښودل دي.
دا اعلان د فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون د برېتانیا له رسمي سفر سره هم مهاله شوی.
برېتانیا او فرانسه به خپل اټومي «تجاوز مخنیوي» رول د همغږۍ تر چتر لاندې وساتي او چمتو دي چې د اروپا پر وړاندې د هر ډول جدي ګواښ په صورت کې ګډ اقدام وکړي.
دغه هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د احتمالي بدلونونو او د واشنګټن د نړۍوالو ژمنو د کمېدو په اړه اروپایي هېوادونه اندېښمن دي.
همداراز، د روسیې له خوا د اوکراین جګړه او د ختیځې اروپا د امنیتي فضا کړکېچ هم د دغې همکارۍ د پراخېدو یو مهم محرک بلل شوی دی.
کارپوهان دا پرېکړه د روسیې له خوا د جګړې د پراخېدو، د نړۍوالو نظم د خرابېدو او د نوي سړې جګړې د نښو نښانو په وړاندې یو مهم او بېساری اقدام بولي.
د یادونې وړ ده، چې دواړه هېوادونه د اټومي وسلو قانوني لرونکي دي او د نړۍوالې امنیتي شورا د دایمي غړو له ډلې څخه دي.