د پاکستان پوځ د احتمالي هوايي بریدونو له وېرې د پاکستاني طالبانو د اتحاد المجاهدین ډلې دوه جګپوړي مشران حافظ ګل بهادر او مولوي صادق نور داوړ د پکتیکا له برمل او د خوست له شمل ولسوالیو څخه ناڅرګند لوري ته وتلي.

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حافظ ګل بهادر او د هغه دوه نور قوماندانان قاري اسماعیل او اخترمحمد خلیل په برمل ولسوالۍ کې اوسېدل، خو پنځه ورځې وړاندې له دې سیمې وتلي دي.

سرچینې وايي، چې د اتحادالمجاهدین ډلې یو بل جګپوړی قوماندان مولوي صادق نور داوړ او د هغه دوو محلي قوماندانانو مولوي صدیق الله او سید انار د خوست په شمل او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تګ او راتګ درلود، خو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ د جون میاشتې د ۲۸مې نېټې له ځانمرګي برید وروسته، له سیمې وتلي دي.

سرچینې وویل، « حافظ ګل بهادر پخوا په مېلمستیاوو کې برخه اخېسته، خو په دې وروستیو کې یې ځان ګوښه کړی و. تېره اونۍ یې داسې اطلاعات ترلاسه کړي وو، چې کېدای شي د پاکستان تر برید لاندې راشي، له همدې امله اوس له سیمې وتلی دی».

د سرچینې په وینا، حافظ ګل بهادر د وزیرستان د قومي جرګې غړو ته ویلي، چې نور د خبرو اترو لپاره هغه ته ور نه شي.

ګل بهادر شکمن دی، چې پوځ د قومي مشرانو له جرګو وروسته دده ځای ځایکی معلوموي او بیا عملیات پرې کوي.

د پاکستان پوځ تېره اونۍ د اتمانزي وزیرو قبیلې ته، چې د ګل بهادر اړوند قبیله ده، ضرب الاجل ور کړی، چې یا له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی په خپلو سیمو کې له بریدونو را وګرځوي او یاپه سیمه کې پوځي عملیاتو ته چمتو شي.

د میرعلې خونړی برید

د روان کال د جون میاشتې پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان په میرعلې کې یوه ځانمرګي موټربم برید د پاکستان د پوځ کاروان په نښه کړ، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳پاکستاني پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

د پاکستان پوځ له دغه برید وروسته اعلان وکړ، چې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې په سیمه کې ۱۴ وسله وال جنګیالي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له برید وروسته اعلان وکړ، چې « له عاملینو به غچ واخلي».

منیر په ټینګار وویل، چې«د ترهګرو پل به واخلي او په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينه افشا کړي».

پاکستاني پوځ دا برید د هند د یوې نیابتي ډلې کار وباله، خو نوي ډیلي دا تورونه رد کړي دي.

د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر په مشرۍ اتحادالمجاهدین ډلې ومانه، چې فعالیتونه یې ډېری پر شمالي وزیرستان متمرکز دي.

د ګل بهادر د ډلې په اډانه کې جیش عمري، د فرسان محمد، غازیانو کاروان، شمله ور کاروان، سفیان کاروان او جیش انصارالمهدي په څېر کنډکونه فعالیت کوي چې ډله ییز ځانمرګي بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې کوي.

د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي ادارې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۳۱مه نېټه حافظ ګل بهادر او د هغه ډله د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړل.

دې ډلې په۲۰۰۶میلادي کال کې له پاکستاني حکومت سره تړون کړی و او خلکو «ښه طالبان» او د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړې ډله ګڼله، خو په شمالي وزیرستان کې له ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته ګل بهادر ډلې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې پټنځایونه وموندل او د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف یې ځپونکي عملیات پیل کړل.

طالبان تر غچ اخېستونکي برید وړاندې اسلام اباد کې

په داسې حال کې، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د چین په مرسته او کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له سفر وروسته غوړېدلې ښکاري، د میرعلې برید یوځل بیا د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تر ازمویښت لاندې راوستې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر علي اسد ګیلاني د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي. نوموړي وویل، چې په افغانستان کې مېشت وسله وال د پاکستان لپاره امنیتي ګواښ جوړوي.

د طالبانو پلاوي همدا اونۍ، چې مشري یې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ریاست مشر نور احمد نور کوله، پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او لوېدیزې اسیا لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره هم ولیدل.

دا لیدنه ظاهرا د دواړو حکومتونو تر منځ د سیاسي مشورو د لومړي پړاو ناستې په چوکاټ کې ترسره شوې، خو د میرعلې له خونړي برید سره هممهاله ترسره کیږي.

طالبانو کابل ته د اسحاق ډار په سفر کې له اسلام اباد نه غوښتنه کړې وه، چې امنیتي مسایل او ستونزې د ګډې کمیټې له لارې حل کړي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ له غبرګون نه په اندېښنه کې دی، ځکه تېر کال په داسې حال کې، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د کابل پر سفر بوخت و، پاکستاني الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن او پیتاوګي سیمو بمبارۍ وکړې.

له بریدونو وروسته پاکستاني سرچینو وویل چې افغان طالبانو ته له برید وړاندې خبر ورکړل شوی و.

د پاکستان امنیتي سرچینو هغه مهال اعلان وکړ، چې الوتکو یې د مخلص یار مسید او اخترمحمد خلیل پر مرکزونو بمباري کړې ده.

له بمبارۍ څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان وژلي وو او د پاکستان لوی درستیز د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې ناستې ته ویلي و، چې دوی به ټي ټي پي او د هغوی ملاتړي له منځه یوسي.

نور خبرونه

رادیو