امريکا د ملګرو ملتونو پر راپور ورکوونکې او د فلسطين پر ملاتړې بنديزونه ولګول

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې دوی د نیول شویو فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو پر ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانېز بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په وینا، پر مېرمن البانېز هغه مهال بندیزونه ولګول شول، چې هغې په نړۍوالو غونډو کې د فلسطین د نسل‌وژنې په اړه خبرې وکړې او هڅه یې وکړه چې د جرمونو نړۍواله محکمه د امریکايي او اسراییلي چارواکو او دغه راز د شرکتونو پر ضد اقدام کولو ته لار هواره کړي.

د بهرنیو چارو وزیر البانیز په یو اړخیز نظر تورنه کړه او ویې ویل، هغې هڅه کړې چې لاهه محکمه دې ته اړ کړي څو د امریکايی او سراييلي وګړو د «د څېړنې، نیونې، توقیف یا محاکمې» اقدام وکړي، چې دا د دغو هېوادونو د حاکمیت خلاف کار دی.

روبیو وویل: «موږ به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي جګړې دا کمپاینونه ونه زغمو.»

فرانسیسکا البانیز یوه ایټالیوۍ وکیله او څېړونکې ده، چې اسراییل يې په غزه کې په نسل وژنې تورن کړی او له هېوادونو یې غوښتي، چې له اسراییل سره سیاسي، سوداګریزې او پوځي اړیکې پرې کړي.

البانیز د بشري حقونو د لسګونو خپلواکو متخصصینو څخه یوه ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړو مسلو او بحرانونو په اړه د راپور ورکولو لپاره ټاکل شوې ده.

د ولسمشر ټرمپ ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر اسراییل د نیوکو له امله د امریکا غړیتوب له دې شورا څخه لغوه کړی و.

تر دې مخکې، د ټرمپ حکومت د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې د نړۍوالې جزایي محکمې پر څلورو قاضیانو بندیزونه ولګول، ځکه چې هغوی د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم او په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو د څېړنې هڅه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو