امریکا په سره سمندر کې پر دوو ملکي کښتیو د حوثیانو برید وغانده

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۸

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سره سمندر کې پر ملکي بار وړونکو کښتیو د حوثیانو برید وغانده.

د دغه وزارت په بیان کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي اورپکو له‌خوا د سمندري تګ راتګ ازادۍ او د سیمې اقتصادي او سمندري امنیت پر وړاندې ګواښ دی.

یاد وزارت ویلي، چې دغه بریدونه باید د نړۍوالې ټولنې د ټولو غړو له‌خوا وغندل شي.

نور خبرونه

رادیو