چین: امریکا زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ تایوان د چین برخه ده

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۸

د چین حکومت یو ځل بیا پر واشنګټن تور پورې کړی، چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او ټینګار یې کړی چې تایوان د چین نه‌بېلېدونکې برخه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «امریکا باید د یو چین له اصل څخه سرغړونه ونکړي، له تایوان سره رسمي اړیکې بندې کړي او د چین په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا یو شمېر لوړپوړو چارواکو د تایوان له چارواکو سره لیدنې کړي او د امنیتي همکاریو ژمنې یې تازه کړې دي، چې چین یې سخت مخالفت کړی دی.

چین، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، که څه هم تایوان له ۱۹۴۹م کال راهیسې خپله جلا اداره لري او د ډېرو ډېموکراټیکو ارزښتونو درناوی کوي.

امریکا له تایوان سره نه‌یوازې امنیتي همکاري لري، بلکې د وسلو پلور هم ورته ترسره کوي چې دا کار بېجینګ یو پارونکی عمل ګڼي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «موږ به هېڅکله هم د تایوان د خپلواکۍ هڅې ونه‌منو او د ملي یووالي د ساتنې لپاره به هر ډول اړین ګام واخلو.»

له بلې خوا، امریکا وایي چې د تایوان د امنیت ملاتړ یې د «تایوان اړیکو قانون» له مخې یو قانوني مکلفیت دی، خو بیا هم ټینګار کوي چې د «یو چین سیاست» ته ژمن دي، یعنې له رسمي پلوه تایوان د چین برخه ګڼي، خو له هغه سره نږدې غېر رسمي اړیکې لري.

نور خبرونه

رادیو