وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر د لوېديځي افریقا پر پنځو هېوادونو فشار راوړی، څو له دې هېواده اېستل شوي کډوال ومني.
په راپور کې ویل شوي، ټرمپ ټينګار کړی چې دغه هېوادونه باید له امریکا څخه هغه اېستل شوي کډوال ومني، چې خپل هېوادونه يې ردوي.
وال سټريټ ژورنال راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د پنځو افریقایي هېوادونو له مشرانو سره په لیدنه کې دا هم وویل، چې د امریکا تګلاره به له مرستندویو خیریهوو څخه سوداګرۍ ته واوړي.
هغه همداراز ټینګار وکړ، چې امریکا د افریقا لپاره تر چین غوره شریک دی.
د راپور له مخې، ټرمپ د لایبریا، سینیګال، موریتانیا، ګابون او ګيني بساوو د مشرانو کوربه و.
ټرمپ د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) فعالیتونه بند کړي او د افریقایانو لپاره د مرستو پروګرامونو بودیجه یې په پراخه کچه راکمه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې پرېکړې د منتقدینو په ځواب کې ویلي، چې د امریکا حکومت د نړۍ لپاره خیریه صندوق نه دی.
دا په د اسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په پیل کې د کډوالو پروګرام وځنډاوه او ویې ویل، چې دا به تر هغه بیا نه پیلېږي، ترڅو چې د بهرنیو کډوالو راتګ د امریکا له ملي ګټو سره سم نه وي.