د اروپايي ټولنې مشره اورزولا فن دېر لاین وايي، چې دغه ټولنه د امریکا له دولت سره نږدې کار کوي؛ ترڅو یوې هوکړې ته ورسېږي.
د هغې په وینا؛ اروپايي ټولنه د دوامداره خبرو اترو او همکارۍ لپاره یو روښانه چوکاټ غواړي.
د اروپايي ټولنې مشرې ټینګار کړی، چې یادې ټولنې خپلو اصولو ته غاړه اېښې او د خپلو ګټو دفاع کوي. هغې همداراز ویلي، چې هڅې د باور او ښه نیت په فضا کې دوام لري.