د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د لندن په سفر کې له بریتانیا وغوښتل چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې ملاتړ او له اوکراین سره مرسته وکړي. مکرون دا د سولې یوازینۍ لاره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې په غزه کې باید له قید او شرط پرته اوربند وشي.
ولسمشر مکرون د بریتانیا دواړو مجلسونو ته په وینا کې، د پاریس او لندن ترمنځ د اړیکو بېرته نږدې کېدل وستایل او ویې ویل، دواړه هېوادونه باید یو ځای پر امریکا او چین “زیاتو اقتصادي تکیو” ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي دا درې ورځنی سفر د پاچا چارلز درېیم په بلنه کړې.
ولیعهد شهزاده ویلیام او د هغه مېرمن شهزادګۍ کاترین د مکرون تود هرکلی کړی.
مکرون د بریتانیا پارلمان ته په وینا کې وویل، چې دواړه هېوادونه باید د اروپا د پیاوړتیا لپاره یو موټی شي په ځانګړي ډول په دفاع، کډوالۍ، اقلیم او سوداګرۍ برخو کې.
فرانسوي ولسمشر په انګلیسي ژبه وویل: «بریتانیا او فرانسه باید یو ځل بیا نړۍ ته وښيي چې زموږ ایتلاف څومره مهم بدلون راوستلی شي. د وخت له ننګونو سره د مقابلې یوازینۍ لار دا ده چې یو ځای، لاس په لاس او اوږه په اوږه حرکت وکړو.»
مکرون ژمنه وکړه چې اروپايي هېوادونه به هېڅکله اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کې یوازې نه پرېږدي او په ورته وخت کې یې په غزه کې د بېقید او شرط اوربند غوښتنه وکړه.
نوموړي پر بریتانیا غږ وکړ چې له فرانسې سره یو ځای د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو کار وکړي او دا یې «د سولې یوازینۍ لار» وبلله.