یوه ناپېژانده کس د مصنوعي ځیرکتیا په کارونې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غږ تقلید کړی او له دې لارې یې د درېیو بهرنیو چارو وزیرانو، یوه ایالتي والي او د کانګرس له یوه غړي سره خبرې کړې دي.
که څه هم د دغه کس هڅې د تېرې جون میاشتې په نیمايي پیل شوې وې؛ خو په دې اړه جزییات تازه خپاره شوي دي.
یاد کس د «سېګنال» اپلکېشن او جعلي دولتي اېمیلونو په کارونې سره له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.