پر غزې د اسراییل د بریدونو دوام؛ په نننیو بریدونو کې تر دې دمه ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۸

اسراییلي ځواکونو نن چهارشنبه د ( چنګاښ ۱۸مه) له سهار راهیسې تر دې دمه په غزه کې د خپلو هوايي بریدونو په لړ کې ۲۶ فلسطینیان وژلي دي. یوازې په دوو هوايي بریدونو کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورستیو څو ورځو کې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د هوایي بمباریو لړۍ چټکه کړې، چې کبله یې ګڼو کسانو ته د مرګ ژوبله اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

تازه د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو