د هسپانیا ملي محکمې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد د جنګي جرمونو پلټنه پیل کړې ده. دا پلټنه د “مدلین” په نامه غزې ته د تلونکې کښتۍ په تړاو ده، چې بشردوستانه مرستې یې لېږدولې او مخه یې نیول شوې. پر یادې کښتۍ د جون په میاشت کې د اسراییلي ځواکونو له خوا برید شوی و.


هسپانیا د نتنیاهو پر ضد د جنګي جرمونو پلټنه پیل کړه
۱۴ ساعتونه مخکې