ټرمپ ویلي، چې پر سوېلي کوریا او جاپان به هم ګمرکي تعرفې لوړې کړي

پرون

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر سوېلي کوریا او جاپان به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې لوړې کړي.

سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې دوی به د صربستان، ټایلنډ او تونس په ګډون پر سوېلي کوریا او جاپان هم نوې تعرفې ولګوي.

که څه هم د ټرمپ پر ټروټ پاڼه جوړجاړي ته اشاره شوې؛ خو هغه دا هم ویلي، چې د امریکا د تعرفو پر ضد هر ډول غچ ‌اخیستونکی اقدام به له ورته غبرګون سره مخ شي.

هغه جاپان او سوېلي کوریا ته په خطاب کې ویلي: «که تاسې په هره اندازه پر موږ تعرفې لوړې کړئ، موږ به پر تاسو ۲۵ سلنه تعرفې لوړې کړو.»

سوېلي کوریا د ټرمپ د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره به خپلې سوداګریزې خبرې اترې ګړندۍ کړي.

د ټرمپ له‌خوا پر ۱۴ هېوادونو د تعرفو لوړولو تر اعلان وروسته د امریکا مالي بازارونه راولوېدل.

نور خبرونه

رادیو