د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې امریکا د تبت پر موضوع هېڅ حق نه لري چې نیوکه وکړي او له واشنګټن یې وغوښتل چې د موضوع "حساسیت" په بشپړه توګه درک کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې د تبت مذهبي مشر دالای لاما لا هم د "یووالي، سولې او شفقت" په پیغام سره خلک هڅوي.
د وزارت ویاندې ماو نینګ دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له څرګندونو وروسته کړې دي.
ماو نینګ د خبري غونډې پر مهال وویل: « دالای لاما یو سیاسي تبعیدي دی، چې د دین تر سیوري لاندې د چین ضد بېلتونپالو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. هغه د تبت د خلکو د استازیتوب یا د سیمې د راتلونکې د ټاکلو هېڅ حق نه لري».
هغې زیاته کړه، « موږ له امریکا غواړو چې د تبت اړوند موضوعاتو اهمیت او حساسیت په پوره توګه درک کړي او دا ومني چې د دالای ډلې سیاست د چین ضد بېلتون غوښتنه ده».
مارکو روبیو په خپل پیغام کې ویلي وو چې دالای لاما لا هم د "یووالي، سولې، او شفقت" پیغام سره خلک هڅوي.
هغه دا هم ویلي چې امریکا هڅې کوي څو د تبتیانو د ځانګړي ژبني، کلتوري او مذهبي میراث ساتنه وکړي.
تېره اونۍ، دالای لاما خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې له مړینې وروسته به بیا وزیږي او دده ځایناستی به دده خیریه ټولنه ټاکي، نه د چین حکومت.
بیجینګ وايي چې چین د مذهب د ازادۍ سیاست پلی کوي او د امپراتورۍ له وختونو راهیسې دا حق لري چې د دالای لاما ځای ناستی وټاکي.