ټرمپ: موږ اړ یو چې بیا اوکراین ته وسلې واستوو

۷ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې متحده ایالات باید بیا اوکراین ته وسلې واستوي، څو وکولای شي د خپل ځان ښکاره دفاع وکړي.

دا څرګندونې هغه مهال وشوې، چې څو ورځې مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و چې ځینې وسلې د زېرمو د کمښت له امله اوکراین ته مستقیما نه‌استول کېږي.
خو ټرمپ پرېکړه کړې، چې د دفاعي وسلو مرستې بېرته پیل شي او دغه هوايي دفاعي توکو کې «پیټریاټ» میزایل شامل دي.

نور خبرونه

رادیو