د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ډاکتر ماجد الانصاري اعلان وکړ، چې قطر دا مهال له اسراییل او حماس سره د خبرو اترو د چوکاټ پر جوړېدو کار کوي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې دا هڅې د غزې د روانې جګړې او انساني ناورین د پای ته رسولو په موخه تر سره کېږي.
الانصاري څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو استازي دا مهال په دوحه کې دي او د قطر او مصر منځګړي ټیمونه له اسراییلي او حماس پلاویو سره جلا-جلا خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د خبرو د پرمختګ لپاره یو عملي چوکاټ جوړوو، تر اوسه مفصله خبرې نهدي پیل شوي، خو لومړنۍ نښې مثبتې دي.
الانصاري ټینګار وکړ، چې د یوې هوکړې ترلاسه کول وخت غواړي او دا مهال د خبرو لپاره هېڅ واضیح مهالوېش وړاندې کولی نهشي.
هغه وویل: «زه فکر نهکوم چې اوس مهال کوم دقیق وخت وښیم، خو ویلی شم چې دا به وخت ونیسي.»
د قطر، مصر او امریکا منځګړي هڅه کوي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اختلافاتو واټن راکم کړي، ترڅو یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسېږي.