د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ریاض حمدو الشحاده نیول شوی دی. نوموړی د بشارالاسد رژیم یو لوړپوړی امنیتي افسر و، چې د دمشق د سیاسي استخباراتو د څانګې مشري یې کوله.
الشحاده د خپلې دندې پر مهال د ملکیانو پر ضد په جګړه ییزو جنایتونو، د مخالفینو وژنو او خپلسرو وژنو چې ښځې پکې هم شاملې دي، تورن دی.
د سوریې نوي امنیتي چارواکي وایي، الشحاده محکمې ته سپارل شوی دی.