کینیا کې د حکومت ضد لاریونوالو پر وړاندې د پولیسو په ډزو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

۲ ورځې مخکې

د دوشنبې په ورځ په نایروبي کې د حکومت ضد لاریونوالو د خورولو لپاره د پولیسو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د کینیا پولیسو ویلي، چې د لاریونونو پرمهال ۵۲ پولیس افسران هم ټپیان شوي دي.

په کینیا کې د ډیموکراسۍ پلوه لاریونونو د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د لاریونونو نوې څپه پیل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو