سعودي عربستان د برېکس په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه نه‌ده اعلان کړې

۲ ورځې مخکې

سعودي عربستان لا تر اوسه له برېکس هېوادونو سره د یو ځای کېدو په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه نه‌ده اعلان کړې.

سعودي عربستان اوس‌مهال یوازې د دغه اقتصادي اېتلاف په مشورتي غونډو کې ګډون‌ کوي.

برېکس په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین په ګډون رامنځته شو. همداراز په ۲۰۱۰ کال کې سوېلي افریقا هم له یاد اېتلاف سره یو ځای شوه.

برېکس په تېر ۲۰۲۴ کال کې مصر، اېتوپیا، اندونیزیا، ایران او متحده عربي امارات هم د نویو غړو په توګه ومنل.

نور خبرونه

رادیو