د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته ورسېد

۲ ورځې مخکې

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نن دوشنبه د ( چنګاښ۱۶مه) د امریکا پلازمینې واشنګټن ته ورسېد.

تمه کېږي، چې نوموړی به په واشنګټن کې له ټرمپ سره د اسراییل او ایران د وروستي کړکېچ او د امریکا له لوري د وضع شویو تعرفو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ځینو رسنیو په حواله نتنیاهو هڅه کوي، ډونالډ ټرمپ قانع کړي چې پر اسراییلي وارداتو د ټاکل شوې ۱۷ سلنه تعرفې پرېکړه بېرته واخلي او یا یې کمه کړي.

نوموړي له هنګري څخه د سفر پر مهال ویلي و، چې دغه تعرفې د اسراییل اقتصاد ته ستر ګواښ دی.

تمه کېږي، چې دواړه مشران به په غزه کې د روان تاوتریخوالي په اړه هم خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو