ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۳.۲ مېلیونه خلک بې‌ځایه شوي

۵ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۲۳.۲ مېلیونه خلک د ځورونې، جګړې، تاوتریخوالي، د بشري حقونو سرغړونو او د عامه نظم ګډوډۍ له امله ځورېدلي او له خپلو مېنو څخه کډې کولو ته اړ اېستل شوي وو.

په راپور کې اټکل شوی، چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې د ځورېدنې له امله بې ځایه شویو خلکو شمېر یو سلنه کم شوی دی.

راپور زیاتوي، دغه کمښت ۱۲۲.۱ مېلیونه کېږي چې د تېرو څو کلونو پرمهال لومړی کمښت بلل کېږي.

راپور کاږي، چې د بې‌ځایه شویو کسانو دغه کچه د ۲۰۲۳ کال د وروستیو میاشتو پرتله د ۷ مېلیونو خلکو شپږ سلنه زیاتوالی ښيي.

که څه هم په تېرو لسو کالو کې کډوالي نږدې دوه برابره ډېره شوې؛ خو د ۲۰۲۴ کال په دویمه نیمایي برخه کې د زیاتوالي کچه لږ ورو شوې ده.

د راپور په یوې برخه کې راغلي، دا چې د خلکو د بې ځایه کېدو شمېر به نور هم کم شي او که به بدلون ومومي؛ په کانګو، سوډان او اوکراین کې اوربند پورې اړه لري. ایا د سوېلي سوډان وضعیت به نور هم کړکېچن شي؟ ایا افغانستان او سوریې ته به د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو شرایط برابر شي؟ دا ګراف په دې پورې هم تړلې دی، چې د بودجې اوسنی کسر یا کمښت به د بې‌ځایه شویو کډوالو باعزته او خوندي ستنېدو بهیر څومره اغېزمن کړي؟

نور خبرونه

رادیو