روسيې ویلي، چې د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې یې د اوکراین ۱۲۰ بېپیلوټه الوتکې رانسکور کړې دي. د روسیې د دفاع وزارت د رپوټ له مخې، دغه ډرونونه زیاتره د اوکراین سرحد ته نږدې سیمو کې ویشتل شوي او کوم تاوان یې نه دی اړولی.
د اوکراین او روسیې په جګړه چې له درې کلونو زیات وخت یې کیږي، کیېف اوس ډېر زیات له ډرونونو کار اخلي څو د روسیې دننه هدفونه په نښه کړي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د رانسکورو شویو ډرونونو له ډلې ډېری یې د بریانسک، کورسک، او بیلګورود په سیمو کې ویشتل شوي دي.
وزارت وايي، چې ۳۰ ډرونونه یې په بریانسک سیمه کې، ۲۹ په کورسک، ۱۷ په بیلګورود او ۱۸ نور یې په اوریول سیمه کې غورځولي دي. دا سیمې ټولې له اوکراین سره ګډه پوله لري.
د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې هم اعلان کړی چې د ډرونونو د خطر له امله د شپې بندیزونه یې بېرته لرې کړي دي.
دا بندیزونه په سینټ پیټرزبورګ، کالوګا، مسکو او نږني نووګورود کې د هوايي ډګرونو لپاره عملي شوي وو.