نتنياهو: له ټرمپ سره لیدنه به د اوربند په هوکړه کې پرمختګ راولي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۵

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنياهو ویلي، تمه لري چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دوشنبې ورځې لیدنه به د غزې جګړې د بندیدو او یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو په تړاو د قطر د خبرو اترو په بهیر کې پرمختګ راولي.

نتنياهو دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د واشنګټن پر لور د روانېدو پرمهال وکړې او ویې ویل چې اسرایيلي پلاوي ته د خبرو لپاره واضح هدایات ورکړل شوی چې د اسراییل له منل شویو شرایطو سره سم اوربند ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه: « زه باور لرم چې له ولسمشر ټرمپ سره بحث کولی شي دا پایلې ګړندۍ کړي. زه ژمن یم چې زموږ یرغمل شوي وګړي بېرته راولو او د حماس ګواښ له منځه یوسو».

د امریکا په ملاتړ د۶۰ ورځني اوربند طرحه د حماس له خوا هم "مثبته " ارزول شوې، خو لا هم ځینې اختلافونه شته.

فلسطیني چارواکو اندېښنه ښودلې چې د بشري مرستو، د رفح بندر له لارې تګ راتګ، او د اسرایېلي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش لا هم مبهم دي.

د نتنياهو دفتر ویلي، که څه هم د حماس له لوري وړاندیز شوي بدلونونه د اسراییل لپاره د منلو وړ نه دي، خو بیا هم پلاوی قطر ته استول شوی څو د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هڅې دوام ومومي.

نور خبرونه

رادیو