اسحاق ډار: د پاکستان اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ دی

۶ ورځې مخکې

پاکستان سره له دې چې د بهرنیو پورونو له امله له سخت مالي فشار سره مخ دی؛ خو د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د دې هېواد د انفلاسیون کچه راټیټه شوې او بهرنۍ زېرمې اوس ۱۴.۵میلیارده ډالرو ته رسېدلې دي.

له دې سربېره پاکستان لا هم د "ای، اېم، اف" او "نړۍوال بانک" په ګډون له بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو له سلو میلیاردو ډالرو ډېر پوروړی دی، د بېکارۍ کچه لوړه ده، صادرات کم او واردات ډېر دي؛ خو بیا هم اسحاق ډار د "حضرت داتا ګنج بخش" په مزار کې د غسل له مراسمو وروسته وویل: «لومړی وزیر شهباز شریف هڅه کوي چې د هېواد اقتصاد ښه کړي او پاکستان اوس د پرمختګ پر لور روان دی.»

د شنونکي په باور، که ‌چېرې په پاکستان کې اقتصادي اصلاحات، د صادراتو زیاتول او داخلي عایدات پراخ نه شي؛ نو دا پورونه ډېر خطرناک کېدای شي؛ خو بیا هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د پاکستان نړۍوال حیثیت ښه شوی او له اذربایجان سره د ۲میلیاردو ډالرو پانګونې تړون هم لاسلیک کړی دی.

اسحاق ډار د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نوازشریف به له پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وګوري، وویل چې دا خبرې حقیقت نه لري او په وینا یې، «نواز شریف له چا سره د لیدو اړتیا نه لري.»

اسحاق ډار د خلکو ګوند"PPP"په کابینه کې د شاملیدو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پیپلز ګوند لا تر اوسه په فډرالي کابینه کې د شاملیدو لپاره څه لېوالتیا نه ده ښودلې او په وینا یې، د پاکستان د خلکو ګوند د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند یو متحد دی او همداسې به پاتې شي او دوی به ورته ډېر درناوی وکړي.

هغه زیاته کړه: «واکمن اتحاد اوس په ملي اسمبلۍکې دوه پر درېیمه برخه اکثریت لري.»

نوموړي همداراز پر ایران د اسراییل د شویو بریدونو په تړاو وویل، پاکستان یاد برید سخت غندلی او زیاته یې کړه، چې اوس ایران پوه شوی چې پاکستان یې ریښتینی دوست دی.

نور خبرونه

رادیو