اسراییل له حماس سره د خبرو لپاره قطر ته پلاوی استوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۵

اسراییل ویلي، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او پر اوربند د یوې احتمالي هوکړې لپاره د یکشنبې په ورځ یو پلاوی قطر ته استوي. دا خبرې د امریکا تر ملاتړ لاندې د یوې طرحې پر بنسټ کېږي او موخه یې د غزې جګړې پای ته رسول او د یرغمل شویو کسانو بېرته راګرځول دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې حماس د اوربند په طرحه کې د ځینو بدلونونو وړاندیز کړی خو قطر ته د اسراییلي پلاوي له استولو سره سره د حماس دغه وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي:« د حماس هغه بدلونونه چې د قطر وړاندیز کې یې غوښتنه کړې، موږ ته رسېدلي، خو دا بدلونونه د اسراییل لپاره د منلو وړ نه دي.»

نتنیاهو د شنبې په شپه د کابینې بېړنۍ ناسته کې قطر ته د پلاوي استولو پرېکړه کړې ده، خو ټینګار کوي چې له حماس سره به تر هغه هوکړه و نه کړي، څو چې دا ډله بې‌وسلې شوې نه وي.

حماس د امریکا په ملاتړ د اسراییل د اوربند طرحې ته مثبت ځواب ویلی، خو درې پړاویزه هوکړه یې وړاندیز کړې، چې له مخې به یې د ۶۰ ورځو په موده کې ژوندي او مړه شوي یرغمل شوي کسان په څو پړاوونو کې خوشې کیږي او غوښتنه کوي، چې د دایمې اوربند خبرې به دوامداره ساتل کیږي.

همدارنګه حماس غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو بشپړ بهیر دې بیا ځلي پیل او د اسراییل ځواکونه دې خپلو پخوانیو موقعیتونو ته ور وګرځي.

پر همدغه مهال د یرغمل شویو کسانو کورنیو د اسراییل له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ټولو یرغمل کسانو د خلاصون لپاره یو جامع او وروستی تړون لاسلیک شي.

یو شمېر مظاهره‌چیان وایي، که دا فرصت له لاسه ورکړل شي، نو دا به یوه “سیاسي ناکامي” وي.

د اسراییل له خوا په غزه کې د اوربند مساله په داسې حال کې ګرمه شوې، چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه کې تردې مهاله تر ۵۷۰۰۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي او له ۱۲۰۰ ډیر اسراییلیان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو