چین اعلان کړی چې له اروپايي شرکتونو نه د طبي تجهیزاتو پر پیرودلو بندیزونه لګوي.دا پرېکړه د اروپايي ټولنې د هغه اقدام په ځواب کې شوې چې په اروپا کې عامه قراردادونو ته یې د چینایي شرکتونو لاسرسی محدود کړی دی.
د چین مالیې وزارت زیاته کړې، اروپایي شرکتونو ته به نور اجازه ور نه کړل شي چې د دغه هېواد له دولت سره د ځینو طبي تجهیزاتو د پیرودلو تر ۴۵ مېلیون ډالرو لوړو قراردادونو کې برخه واخلي. دا بندیزونه به سر له نن څخه وضعه شي.
د بلومبرګ د راپور پر بنسټ، اروپايي چارواکو په تېره جون میاشت کې پرېکړه کړې وه چې د دغه اتحادیې په غړو هېوادونو کې عامه قراردادونو ته د چینایي طبي تجهیزاتو جوړونکو لاسرسی محدود کړي، دا یو داسې اقدام دی چې چین یې تازه پر وړاندې خپل غبرګون اعلان کړ.
کارپوهان وايي، دا اقدامات د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریزو ناندریو یوه برخه ده چې په وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی دی.